په فرانسه کې پناه غوښتل عملي لارښود

Toutes les versions de cet article :

[ Dernier ajout : 13 septembre 2021 ]

د Gisti د معلوماتی رسالو موخه پناه غوښتونکو او د هغوي مرستندویانو ته د اړینو معلوماتو برابرول دي تر څو دا پناه غوښتونکي وتوانیږي د پناه غوښتنلیک چمتو کړي، خپل حقونه وپیژني او د فرانسې دولتي ادارو په لومو کې ونه نښلي.

په فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسې په اړه د Gisti ډیاګرام www.gisti.org/asile-en-france

توجه: • تل د هغو اسنادو یوه کاپی د ځانه سره ساتئ چې فرانسوي ادارو ته يې ورکوئ. • هیڅ کله اصلي سند مه ورکوئ (یواځینی سند پاسپورټ دی چې باید اوفپرا ته ورکړ شي).

پناه غوښتونکو ته د هغوي د حقونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ځینو موسسو لکه Gisti, Dom’asile, ATMF, ADDE La Cimade او د Elena د وکیلانو د شبکې له خوا معلوماتي ناسته جوړيږيږ

د دې ډلې دفتر په 10 rue Affre 75018 Paris دی او هره دوشنبه د ۱۴ نه تر ۱۷ بجو پرانیستی وي.

زموږ خدمتونه یوازې د دوبلین پروسې، د مالې مرستو کومک، د(CNDA) د پریښودلو د درخواست د نوي کولو په اړه د پوښتنو او د پناه اخېستول د حقوقو لپاره دي.

‫د‬ ‫هانپ د يږ‬ ‫مون‬ ‫کوی‪.‬‬ ‫یرنه‬ ‫ مارګ‬ ‫ مارګایډ‬ ‫ مارګایډ‬ ‫ا‬ ‫ستاسی‬ ‫او‬ ‫هانپ د يږیناوتو يکنوتښوغ هانپ اد وڅ رت يد لوربارب وتامولعم ونیړ‬ ‫وال‬ ‫ ‪.‬يلښن هنو ې‬ ‫ک‬ ‫د ږنوم ‪.‬یوک هنریګډاډ یساتس وا ړالو ېک ګ‬ ‫ن‬ ‫هانپ د يږیناوتو يکنوتښوغ هانپ اد وڅ‬ ‫په‬ ‫ستاسی‬ ‫لپاره‬ ‫حل‬ ‫د‬ ‫مشکالتو‬ ‫اداری‬ ‫شوو‬ ‫هانپ د يږیناوتو يکنوتښ‬ ‫درپی‬ ‫د‬ ‫سره‬ ‫تاسی‬ ‫فعالین‬ ‫او‬ ‫کارکوونکی‬ ‫کومکی‬ ‫ول‬ ‫لکه‬ ‫کوی‬ ‫کار‬ ‫لپاره‬ ‫دولت‬ ‫د‬ ‫ ‪.‬يلښن هنو ې‬ ‫چ‬ ‫اتحادیی‬ ‫هغه‬ ‫یا‬ ‫‪،‬‬ ‫‪OFII‬‬ ‫اوفی‬ ‫‪،‬‬ ‫‪OFPRA‬‬ ‫اوفپرا‬ ‫پریفکتور‪،‬‬ ‫(‬ ‫لرو‬ ‫نه‬ ‫یکه‬ ‫هانپ د يږیناوتو يکنوتښوغ هانپ اد وڅ رت يد لوربارب وتامولعم ونیړ‬ ‫ا‬ ‫مستقیمه‬ ‫سره‬ ‫مسؤلینو‬ ‫پذیرایی‬ ‫د‬ ‫مهاجرینو‬ ‫)‪.‬‬ ‫‪Emmaüs‬‬ ‫‪solidarité‬‬ ‫سولیداریتی‬ ‫ایمایوس‬ ‫‪.‬‬ ‫‪Coallia‬‬ ‫کوالیلیا‬ ‫‪،‬‬ ‫‪Croix‬‬ ‫‪Rouge‬‬ ‫صلیب‬ ‫سور‬ ‫‪،‬‬ ‫‪FDTA‬‬ ‫خاوره‬ ‫ هرواخ ۍ‬ ‫ مارګ‬ ‫پناهنده‬ ‫د‬ ‫فرانسه‬


په فرانسه کې پناه غوښتل

عملي لارښود

د پناه غوښتنې پروسه، چې پخوا په ۲۰۱۵ کال کې په لویه کچه ورکې سمونونه راغلي وو، دا ځل د ۲۰۱۸ کال د ۱۰ سپتمبر د ۷۷۸-۲۰۱۸ شمیرې قانون له امله ورکې بيا سمون راوستل شو. دا سمونونه د «د کنټرول شوي کډوالۍ یا مهاجرت، د پناه غوښتنې اغیزمن حق، او ټولنې ته د بریالي ګډولو» لپاره وو، چې د بهرنیانو د را تللو او استوګنې او د پناه غوښتنې حق اړوند د قوانینو مجموعه (Ceseda) کې د سمونونو باعث شول. څنګه چې قانون جوړونکو د بهرنیانو د حقونو او پناه غوښتنې د حق پورې تړلو مسایلو کې پخوا چلند درلود، داسې يې دا ځل هم نه غوښتل چې دا پروسه اسانه کړي‎. برعکس هغه يې د پناه غوښتونکو او د هغوي مرستندویانو د پاره لا زیاته تخنیکي او ستونځمنه کړې ده.

د ۲۰۱۸ کال د ۲۰ مارچ بل قانون ۱۸۷-۲۰۱۸ «د اروپا د پناه غوښتنې سیستم د ښه عملي کولو ته لار پرانیزي»، په ځانګړي ډول هغه خلک په نښه کوي چې د «دوبلین» کړنلاره پرې پلې کېږي. دا قانون په اغیزمنیدونکو وګړو د زور کارول لا زیاتوي.

د دولتي چارواکو په دې جوړو شوو قوانینو کې ځينې واړه پرمختګونه هم لیدل کیږي خو د تل په څير د نورو اقداماتو په منځ ورک شي. هغه اقدامات چې ځيني وخت په بشپړ خپلسري ډول تر سره کیږي او موخه يې د خلکو د کنټرول پیاوړي کول، د هغوي د حالت سره سم يې «ترتیبول»، او د هغوي د حقونو ځنډول یا يې ترې اخیستل دي. د دې کار ورستۍ موخه د کډوالو د ژوند لا تریخول، د هغوي بندي کول، د پناه غوښتنې د پروسې څخه د هغوي لرې کول، او د هغوي ایستل (ډيپورټ)...ده.

د هرکلي پالیسي د کلونو را په ديخوا په کړکیچ کې ده. دا کړکیچ خپله فرانسې جوړ کړی ځکه چې د ريښتوني هرکلي او د سیستم د سمونې پر ځای «د هرکلي لومړني مرکزونه، په پریفیکتور Préfecture کې هرکلی، په کافي اندازه د استوګنې ځایونه، ريښتونې اداري، ټولنیزي او قانوني مرستې» هڅه کوي چې کنټرول او فشار لا زیات کړي.

د دې حقوقي لاروچارو یو تر ټولو ډیره پېژندل شوې يې د «دوبلین» مقررات دي چې په اروپا کې د پناه د غوښتنې د څيړلو مسول هیواد په ګوته کوي. د دې مقرراتو څخه په پراخه توګه کار اخیستل کیږي. په داسې حال کې چې د اروپايي اتحاديي ټول غړي هیوادونه پوهیږي چې د خلکو د خوښې پرته هغوي يو هیواد کې په اوسیدلو مجبورولای نه شي. دا کار د قانون او سلیم عقل خلاف عمل دی چې د زور شړنې، د دولتونو تر منځ «پینګ پانګ»، او په پولو یا سرحدونو کې په پراخه ډول د ځپنې تکتیکونو د کارونې سبب ګرځي. فرانسې کله هم د پناه غوښتونکو د هرکلي اړوند خپلو ژمنو باندې وفا نه ده کړې، او د کلونو راهیسې په دې هيله د پناه غوښتونکو سره بد چلند کوي چې هغوي دا پیغام نورو ته ورسوي چې فرانسه د پناه غوښتونکو هرکلی نه کوي.

د چارواکو له خوا د پناه غوښتونکو د کمپونو د له منځه وړلو هلوځلو سربیره دا کمپونه نه ورکیږي، مګر د يو ځای څخه بل ځای ته ځي او په ځينو ښارونو کې د لسګونو نیولي بیا تر سلګونو کسان ور کې اوسي.

په پاریس کې میاشتې وخت نيسي چې د پناه غوښتنې پروسه پیل کړئ. اوس د انتظار د کتار پټولو په موخه يو نوښت شوی چې باید د تیلیفون له لیارې د هرکلي د لومړني مرکز څخه د لیدلو وعده واخلئ. خو ډیری وخت ستاسو زنګ ته څوک ځواب نه ورکوي.

د پناه غوښتونکو د پخوانیو کمپونو تر خالي کولو وروسته، ډیري پناه غوښتونکي د هیواد په بیلابیلو برخو کې شته مرکزونو کې ژوند کوي. سربیره پر دې چې دا مرکزونه د پناه غوښتنې په برخه کې اړین وسایل او وړ پرسونل نه لري، د دوي اصلی دنده هغو پناه غوښتونکو ته د «اوسیدو ځای» برابرول دي چې غوښتنلیک يې رد شوی او یا د «دوبلین» له امله نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي. په دې مرکزونو کې د اوسیدو په مهال د یادو شوو پناه غوښتونکو د لیږدولو لارې چارې تنظیمیږي. د «دوبلین» د مقرراتو له امله تل ډيري خلک د لیږدولو منتظر اوسي (په ۲۰۱۷ کال کې تر ۴۰۰۰۰ زیات خلک چې د فرانسې د پناه غوښتنلیکونو تر درېیمې برخې ډیر دي).

Fiche en Pachto

Sommaire


Tout le document en une seule page


[retour en haut de page]

Dernier ajout : lundi 13 septembre 2021, 10:00
URL de cette page : www.gisti.org/article5127