action collective

د ترکي او یونان په سرحد نفرت او تعصب انسانان وژني! اتحادیه اروپا ورسره!

Toutes les versions de cet article :

[/څو ورځی کیږی چې خلګ د ترکي او یونان په سرحد خپل ژوند له لاسه ورکوي! دغه حالت مستقیما د اروپایي هیوادونو د مشرانو د سیاسی فیصلو په نتیجه کې رامنځ ته شوي، چې غواړي د اتحادي اروپا سرحدونه په هرقیمت وتړي، په خاص ډول دهغوهیوادونو په مخ کې چې له اروپا نه بهردي او پناغوښتنکي ترینه راځي، دوی د هغوي پناغوښتنه نه څیړي او هغوي په کمپونو کې بنده وي. هره ورځ داسي زورونکي او دردونکي انظورونه د کډوالو رارسیږی چې په سرحد کې بند پاته دي او یا هم په قصدي ډول دهغوژند په خطر کې اچول شوی وي. ددی په خاطر چې د کډوالواروپا ته د راتګ مخنویی وکړي، چي پدی کارکې له پلسو او د یونان له عسکروسره عام وګړي او د فاشیستي حرکتونه هم ملګري دي او ددوی دی عمل د تشدد یوبې سابقه فضا رامنځ ته کړي ده. بل اړخ ته نه داچې اتحادیه اروپا د غه ناوړه عمل غندلي بلکي ددغو کړنو یی هرکلې او تشویق کړی دی.

ددی پر ځای چې یوناني چارواکوته یاداوري وکړي چی نړیوال قوانین او د اتحادي اروپا قوانین ددی ممانعت کوي چې یوپناغوښتونکې د اروپا په سرحد چې د نړیوال حفاظت غوښتنه کوي بدون له دی چې دهغه حالت وڅیړل شي هغه کس باید بیرته ونه سړل شي. په مقابل کې د اتحادي اروپا دشورا مشرد یونان دچارواکو ستاینه کړی او ویلي دي (چی هغوي د اروپا د سرحدات ساتنه کوي). همدارنګه د اتحادي اروپا د کمیسون رئیس یونان (داروپامحافظ) په توګه یاد کړي، لکه چې اروپا د کوم دښمن لخوا د تهدید په حال کې وي.

بل طرف ته د فرانتکس اروپایی اداره غواړي چی په منطقه کې مداخله وکړي او هلته یو نوي محاذ خلاص کړی (د کډوالو په مقابل کې د جنګ سنګر) چې دغه حالت له شلو کلونو راهسې د اتحادي اروپا له خوا د اروپا په سرحداتو کې ادامه لري. د مختلفو سازمانونو له خوا په سرحداتو کې د تشدد په موخه پدی ورځوکې یو اتحاد رامنځ ته شوی او هغوی دا اعلان کړي چې د یونان او اتحادیه اروپا په خلاف د کډوالو اوله جنګونونه د جلاوطنو افرادو د حققود تیرې په وړاندی رسمي شکایت وکړي.

[retour en haut de page]

Dernier ajout : jeudi 19 mars 2020, 16:28
URL de cette page : www.gisti.org/article6333